ads

مولوي قلم الدين حكومت د سولې په وړاندې د خنډونو په رامنځته كولو تورن كړ

د حركت انقلاب اسلامي ګوند مشر د ملي يووالي حكومت د سولې په وړاندې د خنډونو په رامنځته كولو او د دې بهير په ټكني كولو تورنوي.

نویسنده: mayar
25 کب 1397
مولوي قلم الدين حكومت د سولې په وړاندې د خنډونو په رامنځته كولو تورن كړ

د حركت انقلاب اسلامي ګوند مشر د ملي يووالي حكومت د سولې په وړاندې د خنډونو په رامنځته كولو او د دې بهير په ټكني كولو تورنوي.
مولوي قلم الدين نن په يوه خبري غونډه كې وويل، په داسې حال كې، چې د امريكا او طالبانو ترمنځ د افغان سولې په تړاو د خبرو په پنځم پړاو كې د پام وړ پرمختګ شوى، خو افغان حكومت داسې هڅې كوي، چې د سولې روانې هڅې ټكنۍ كړي.
هغه جمهور رئيس محمد اشرف غني ته خطاب وكړ او زياته يې كړه، نور دې له داسې كړنو لاس واخلي، چې د سولې په وړاندې خنډونه رامنځته كوي او هم دې په هېواد كې د بې ګناه وګړو د وژل كېدو مخنيوى وكړي.
مولوي قلم الدين امريكا ته د ملي امنيت د سلاكار حمدالله محب سفر ته په اشارې سره وويل، حكومت غواړي امريكايي لوړپوړي چارواكي وهڅوي، چې سوله يې په ګټه نه ده.
د حركت انقلاب اسلامي د مشر د څرګندونو په تړاو، چې حكومت يې د سولې په وړاندې د خنډونو په رامنځته كولو تورن كړ، غوښتل مو د حكومت نظر هم ولرو، خو له پرلپسې هڅو سره سره ونه توانېدو.
خو د سولې د عالي شورا مرستيال وياند اسدالله زائري كليد ته وويل، دوى تراوسه داسې څه نه دي ليدلي، چې د حكومت لخوا د سولې د بهير په وړاندې خنډ رامنځته كړي او دا تورونه تاييدولاى هم نه شي.
د حركت انقلاب اسلامي مشر مولوي قلم الدين په ورته وخت كې د جګړې له ښكېلو لورو غواړي، داسې بريدونه دې نور بند كړي، چې ملكي وګړو ته په كې مرګ ژوبله اوړي او نوموړى دا ډول بريدونه د سولې په زيان ګڼي.
هغه له طالبانو هم وغوښتل، چې د سولې په روان بهير كې لومړى بايد اوربند ته جدي پاملرنه وكړي، ځكه د ولس لومړنۍ غوښتنه ده.
دا په داسې حال كې ده، چې تېره اونۍ په قطر كې د امريكا او طالبانو ترمنځ د افغان سولې په تړاو پنځم پړاو خبرې پاى ته ورسېدې او دواړو لورو په دغو خبرو كې د پرمختګ خبر وركړ.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA