ads

عمران خان: په افغانستان كې نوى حكومت جوړېږي

د پاكستان لومړى وزير عمران خان د قطر په پايتخت دوحه كې د امريكا او وسله والو طالبانو د استازو وروستي پړاو خبرو ته په اشارې وايي، سوله به ژر په افغانستان كې ټينګه شي.

نویسنده: mayar
25 کب 1397
عمران خان: په افغانستان كې نوى حكومت جوړېږي

د پاكستان لومړى وزير عمران خان د قطر په پايتخت دوحه كې د امريكا او وسله والو طالبانو د استازو وروستي پړاو خبرو ته په اشارې وايي، سوله به ژر په افغانستان كې ټينګه شي.
ده تېره ورځ افغان پولې ته څېرمه د قبايلي سيمې باجوړ اوسېدونكو ته د وينا په مهال وويل، د سولې روان بهير به په سيمه كې د ثبات، د سوداګرۍ د ودې او اقتصادي هوساينې د رامنځته كېدو سبب شي.
عمران خان همدارنګه په افغانستان كې د يوه نوي حكومت د جوړېدو خبر وركړ او په وينا يې، يو ښه حكومت به، چې د ټولو افغانانو استازيتوب وكړي، جوړ شي.
دا په داسې حال كې ده، چې جمهور رئيس محمد اشرف غني تل له وسله والو طالبانو سره د پاكستان د اړيكو د څرنګوالي پر روښانتيا ټينګار كړى دى.
بلخوا د قطر په پايتخت دوحه كې له طالب استازو سره د افغانستان د سولې لپاره د امريكا د بهرنيو چارو وزارت د ځانګړي استازي زلمي خليلزاد پنځم پړاو مذاكرات، چې ۱۶ ورځې يې دوام وكړ، د تېرې سې شنبې په ورځ وروستۍ هوكړې ته له رسېدو پرته پاى ته ورسېدل.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA