ads

افغان صرافان: د مهسا د وژنې عاملين دې اعدام شي

افغان صرافانو د ملي يووالي حكومت د دوى د ځاني او مالي امنيت په ټينګښت كې ناكام وباله او د مهسا د وژنې د عاملينو د مجازاتولو غوښتونكي شول.

نویسنده: mayar
25 کب 1397
افغان صرافان: د مهسا د وژنې عاملين دې اعدام شي

افغان صرافانو د ملي يووالي حكومت د دوى د ځاني او مالي امنيت په ټينګښت كې ناكام وباله او د مهسا د وژنې د عاملينو د مجازاتولو غوښتونكي شول.
د هېواد د صرافانو د سرتاسري شورا رئيس مير افغان ساپي نن په كابل ښار كې د صرافانو د كاري اعتصاب په مهال وويل، د مهسا د قتل عاملين بايد په عام محضر كې اعدام شي.
ده له حكومته وغوښتل، چې د صرافانو د ځان او مال د امنيت ټينګښت ته جدي پاملرنه وكړي.
شپږ كلنه مهسا د يوه صراف لور وه، چې د انسان تښتوونكو له لوري تر وژلو وروسته يې جسد تېره اونۍ په كابل ښار كې وموندل شو.
د دې كوچنۍ ماشومې قتل د هېوادوالو توند غبرګون را وپاراوه او د هغې د وژونكو د اعدام غوښتونكي شول.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA