د ملي امنيت عمومي رياست وايي، ځانګړو ځواكونو يې د اروزګان د مركز ترينكوټ ښار په مربوطاتو كې د وسله والو طالبانو د سرې قطعې د قوماندان ملا امين الله پر قرارګاه عمليات ترسره كړي، چې په ترڅ كې يې ۲۲ طالبان وژل شوي او د عبدالهادي په نوم يو بل طالب نيول شوى دى.
دې رياست نن كليد ته په رالېږل شوې خبرپاڼه كې ويلي، په دغو عملياتو كې د طالبانو تر ځمكې لاندې پټنځايونه هم له منځه وړل شوي او عمليات كوونكو ځواكونو يو فيلډر ډوله موټر او يوه اندازه وسلې او مهمات ترلاسه كړي دي.
وسله والو طالبانو تر دې دمه د يادو عملياتو په تړاو خپل نظر نه دى څرګند كړى.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


