د جرمونو نړيوالې محكمې آى سي سي د دې ادارې كاركوونكو ته د امريكا د ويزې پر وركولو د لګول شوي محدوديت په غبرګون كې ويلي، د واشنګټن پر ګواښونو سربېره به خپل كار ته دوام وركړي.
د جرمونو نړيواله محكمه غواړي په جنګي جرمونو كې په افغانستان كې د مېشتو امريكايي او نورو بهرنيو سرتېرو د احتمالي لاس لرلو په اړه څېړنه وكړي، خو امريكا د دغې ادارې كاركوونكو ته د خپلې ويزې وركړه محدوده كړې ده.
د امريكا د بهرنيو چارو وزير مايك پمپيو د جمعې په ورځ په يوه خبري غونډه كې وويل، كه ياده محكمه خپل چلند بدل نه كړي، ښايي لا سخت بنديزونه په ځانګړې توګه اقتصادي بنديزونه پرې ولګېږي.
هغه زياته كړه، هېواد يې د امريكايي سرتېرو سرغړونو ته د رسېدو لپاره له معتبر سيسټمه برخمن دى او په دې برخه كې د جرمونو د نړيوالې محكمې مداخله د متحدو ايالتونو د قانون پر حاكميت بريد بلل كېږي.
خو دې محكمې د امريكا د بهرنيو چارو د وزير د څرګندونو په غبرګون كې اعلان كړى، د يوې خپلواكې او بې پلوه ادارې په توګه به د قانون د حاكميت د اصولو پر بنسټ خپل كار ته دوام وركړي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


