په خوست کې د ژمن په نوم د يوه خصوصي ټلويزيون خبريال او ممثل سلطان محمود خيرخواه نن غرمه مهال د نامعلومو موټرسايکل سپرو کسانو له لوري د تومانچې په ډزو ټپي شوى دى.
د دې ولايت د امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول عادل حيدر وايي، پېښه د خوست ښار په لوېديځ کې د خوست او ګردېز پر لويه لار رامنځته شوې ده.
د هغه په خبره، خيرخواه دمګړۍ په يوه خصوصي روغتون کې تر درملنې لاندې دى، خو روغتيايي حالت يې د اندېښنې وړ ښودل شوى دى.
د پېښې مسووليت تراوسه چا نه دى منلى.
په خوست ښار کې په تېرو درېيو اونيو کې دا څووم ځل دى، چې نظامي او ملكي كسان د نامعلومو وسله والو له لوري په نښه كېږي.