په كابل ښار كې د نشه يي توكو نهه پرچون پلورونكي نيول شوي

د كابل پوليسو د نشه يي توكو نهه پرچون پلورونكي نيولي دي.
د كورنيو چارو وزارت نن د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، د كابل امنيه قوماندانۍ له نشه يي توكو سره د مبارزې پوليسو د دغو توكو د پرچون پلورونكو د پېژندلو او نيولو په هدف د كابل ښار په بېلابېلو سيمو كې عمليات ترسره كړي دي.