ads

په كابل ښار كې د نشه يي توكو نهه پرچون پلورونكي نيول شوي

د كابل پوليسو د نشه يي توكو نهه پرچون پلورونكي نيولي دي.
د كورنيو چارو وزارت نن د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، د كابل امنيه قوماندانۍ له نشه يي توكو سره د مبارزې پوليسو د دغو توكو د پرچون پلورونكو د پېژندلو او نيولو په هدف د كابل ښار په بېلابېلو سيمو كې عمليات ترسره كړي دي.

نویسنده: mayar
24 کب 1397

د خبرپاڼې له مخې، په دې عملياتو كې د كابل ښار په لومړۍ، درېيمې، پنځمې، شپږمې، ۱۱مې او ۱۵مې ناحيو كې د نشه يي توكو نهه پرچون پلورونكي نيول شوي دي.
د كورنيو چارو وزارت وايي، پوليسو له نيول شوو كسانو يوه اندازه بېلابېل ډوله نشه يي توكي ترلاسه كړي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA