ads

محمد عمر داودزى سبا ايران ته ځي

د سولې عالي شورا د دارالانشاء رئيس او د سولې د اجماع لپاره په سيمه ييزو چارو كې د جمهور رئيس ځانګړى استازى محمد عمر داودزى د سيمې هېوادونو ته د خپلو سفرونو په دوام سبا ايران ته ځي.

نویسنده: mayar
24 کب 1397
محمد عمر داودزى سبا ايران ته ځي

د سولې عالي شورا د دارالانشاء رئيس او د سولې د اجماع لپاره په سيمه ييزو چارو كې د جمهور رئيس ځانګړى استازى محمد عمر داودزى د سيمې هېوادونو ته د خپلو سفرونو په دوام سبا ايران ته ځي.
د سولې عالي شورا وياند سيد احسان طاهري وايي، داودزى به د دغه دوه ورځني سفر په مهال د ايران د بهرنيو چارو د وزير په ګډون د دې هېواد له يو شمېر چارواكو سره وګوري.
د نوموړي په خبره، داوزدى به هڅه وكړي، چې د افغان حكومت او طالبانو ترمنځ د مخامخ خبرو د پيل لپاره د ايراني چارواكو ملاتړ او همكاري جلب كړي.
طاهري د بين الافغاني مذاكراتو د پيل لپاره د ګاونډيو هېوادونو په ځانګړې توګه د ايران رول مهم بولي او ټينګار كوي، چې په افغانستان كې د سولې ټينګښت د سيمې د هېوادونو په ګټه دى او دا هېوادونه بايد له دې بهيره ملاتړ وكړي.
ايران يو له هغو هېوادونو څخه دى، چې له طالبانو سره يې اړيكه په رسمي توګه اعلان كړې ده.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA