ads

د هېواد په بېلابېلو سيمو كې لسګونو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

د ملي دفاع وزارت د هېواد په بېلابېلو سيمو كې د لسګونو وسله والو د مرګ ژوبلې خبر وركوي.
دغه وزارت نن په يوه خبرپاڼه كې ويلي، چې امنيتي ځواكونو په تېرو ۲۴ ساعتونو كې د ګډو عملياتو په مهال ۲۶ وسله وال ترهګر وژلي، ۲۱ تنه يې ټپيان كړي او درې نور يې نيولي دي.

نویسنده: mayar
24 کب 1397

سرچينې زياته كړې، چې دا عمليات د هوايي ځواكونو په ملاتړ په خوست، لوګر، پکتيکا، اروزګان، بادغيس، بلخ، کندوز او هلمند ولايتونو کې ترسره شوي دي.
د دولت وسله والو مخالفينو تر دا مهاله په دې اړه څه نه دي ويلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA