ads

د نيوزيلنډ پر دوو جوماتونو وسله والو بريدونو ۴۹ تنه ووژل

د نيوزيلنډ لومړۍ وزيرې اعلان وكړ، چې نن د دغه هېواد د کريسټ چرچ ښار پر دوو جوماتونو په وسله والو بريدونو كې ۴۹ تنه وژل شوي دي.

نویسنده: mayar
24 کب 1397
د نيوزيلنډ پر دوو جوماتونو وسله والو بريدونو ۴۹ تنه ووژل

د نيوزيلنډ لومړۍ وزيرې اعلان وكړ، چې نن د دغه هېواد د کريسټ چرچ ښار پر دوو جوماتونو په وسله والو بريدونو كې ۴۹ تنه وژل شوي دي.
جاسينډا ارډرن وويل، په دې بريدونو كې لږ تر لږه ۲۰ كسان ژوبل شوي هم دي.
هغې دا ترهګريز بريدونه وبلل.‌
د پوليسو په خبره، د يوې ښځې په ګډون يې څلور تنه په يادو بريدونو كې د لاس لرلو په شک نيولي دي.
دوى همدارنګه ويلي، يوه اندازه چاودېدونکي توكي او وسلې يې هم کشف کړې دي.
ياد بريدونه په نړيواله كچه غندل شوي دي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA