د امريكا د بهرنيو چارو وزارت د افغانستان د ملي امنيت سلاكار حمدالله محب د نوموړي د وروستيو څرګندونو له كبله احضار كړ.
محب د پنجشنبې په ورځ په واشنګټن كې خبريالانو ته وويل، د افغانستان د سولې لپاره د امريكا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړى استازى زلمى خليلزاد له طالب استازو سره په مذاكراتو كې د ملي يووالي حكومت په څنډې كولو سره د شخصي ګټې د ترلاسه كولو په هڅه كې دى.
هغه د قطر په پايتخت دوحه كې د امريكا او طالبانو ترمنځ د خبرو پر څرنګوالي په توندې نيوكې سره زياته كړه، په دې خبرو كې هېڅ روڼتيا موجوده نه ده.
د افغانستان د ملي امنيت سلاكار خليلزاد په دغه هېواد كې د واك په ترلاسه كولو تورن كړ او په وينا يې، نوموړى له طالبانو سره د امريكا د مذاكراتو په تړاو له افغان حكومت سره مشوره نه كوي.
د محب له دې څرګندونو څو ساعته وروسته په سياسي چارو كې د امريكا د بهرنيو چارو د وزير مرستيال ډېويډ هېل د نوموړي په احضارولو سره ويلي، خليلزاد د دوى استازى او پر هغه لفظي بريد د امريكا د بهرنيو چارو پر وزارت بريد دى، چې دا كار د كابل او واشنګټن ترمنځ د دوه اړخيزو اړيكو او سولې پروسې په وړاندې د خنډونو د رامنځته كېدو سبب كېږي.
دا په داسې حال كې ده، چې د افغانستان د سولې لپاره د امريكا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړى استازى زلمى خليلزاد په دوحه كې د طالبانو له استازو سره د پنځم پړاو خبرو له پاى ته رسېدو وروسته، چې ۱۶ ورځې يې دوام وكړ، د تېرو سفرونو خلاف د كابل پر ځاى واشنګټن ته لاړ.


