ads

تېر ميلادي كال په اروپا كې شاوخوا ۴۱ زره افغانانو پناه غوښتې

د اروپايي ټولنې د شمېرو دفتر راپور وركړى، چې په ۲۰۱۸م ميلادي كال كې افغانستان دوهم هېواد و، چې ډېرو اتباعو يې په اروپايي هېوادونو كې پناه غوښتې ده.

نویسنده: mayar
24 کب 1397
تېر ميلادي كال په اروپا كې شاوخوا ۴۱ زره افغانانو پناه غوښتې

د اروپايي ټولنې د شمېرو دفتر راپور وركړى، چې په ۲۰۱۸م ميلادي كال كې افغانستان دوهم هېواد و، چې ډېرو اتباعو يې په اروپايي هېوادونو كې پناه غوښتې ده.
په دې راپور كې، چې تېره ورځ خپور شوى راغلي، په تېر ميلادي كال كې شاوخوا ۴۱ زره افغانانو په اروپايي هېوادونو كې د پناه غوښتنه كړې ده.
سرچينه وايي، په دغه كال كې فرانسه د زياتو افغان پناه غوښتونكو كوربه وه.
د اروپايي ټولنې د شمېرو دفتر د راپور پر بنسټ، په ۲۰۱۸م كال كې په اروپا كې د پناه غوښتونكو له منځه شاوخوا ۸۰ زره او ۹۰۰ تنه يې د سوريې وګړي وو.
په دې ترتيب دا هېواد د ياد دفتر له لوري په خپاره شوي لېست كې لومړى مقام، افغانستان دوهم او عراق تېر ميلادي كال په اروپايي هېوادونو كې د ۳۹ زره او ۶۰۰ عراقي پناه غوښتونكو په لرلو سره درېيم مقام لري.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA