ads

افغان حكومت په نيوزيلنډ كې پر جوماتونو بريدونه وغندل

جمهور رئيس محمد اشرف غني نن په نيوزيلنډ كې پر دوو جوماتونو وسله وال بريدونه، چې له كبله يې لسګونو كسانو ته مرګ ژوبله اوښتې، غندلي دي.

نویسنده: mayar
24 کب 1397
افغان حكومت په نيوزيلنډ كې پر جوماتونو بريدونه وغندل

جمهور رئيس محمد اشرف غني نن په نيوزيلنډ كې پر دوو جوماتونو وسله وال بريدونه، چې له كبله يې لسګونو كسانو ته مرګ ژوبله اوښتې، غندلي دي.
د ارګ په خبرپاڼه كې د جمهور رئيس غني له قوله راغلي، پر دغو جوماتونو تروريستي بريدونو يو ځل بيا وښوده، چې تروريستان هېڅ دين او ايين ته درناوى نه لري او د ټول بشريت دښمنان دي.
افغان جمهور رئيس يو ځل بيا د نړۍ پر ټولو هېوادونو غږ كړى، چې د ترهګرۍ شومې پديدې په ضد له توپير پرته ګډه مبارزه وكړي.
جمهور رئيس غني د نيوزيلنډ حکومت، خلکو او د قربانيانو کورنيو ته د خپلې خواخوږۍ او ډاډګيرنې مراتب څرګند كړي دي.
بل پلو د ملي يووالي حكومت اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله هم دا بريدونه غندلي او هغه يې وحشيانه بللي دي.
ده ويلي، ترهګري مذهب او روا دليل نه لري.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA