ads

په بلخ کې نوې ګمارنې بيا ناندريزې شوې

جمهور رييس محمد اشرف غني د بلخ ولایت لپاره نوی امنيه قومندان ټاکلی خو د بلخ پخوانی والي عطا محمد نور پخپل ټویټر وایي چې د حکومت دغه اقدام د هغوی پر ضد ‘توطيه’ ده.

نویسنده: mayar
23 کب 1397
په بلخ کې نوې ګمارنې بيا ناندريزې شوې

جمهور رييس محمد اشرف غني د بلخ ولایت لپاره نوی امنيه قومندان ټاکلی خو د بلخ پخوانی والي عطا محمد نور پخپل ټویټر وایي چې د حکومت دغه اقدام د هغوی پر ضد ‘توطيه’ ده.
د کورنیو چارو وزارت ستر امنيتي مرستيال خوشحال سادات په خپل ټوېټر ويلي، چې جمهور ريیس د بلخ ولايت د خراب وضعیت له کبله عبدالرقیب مبارز نوی امنیه قوماندان ټاکلی دی، خو اکرم سامع یې پرېکړه نه مني.
هغه لیکلي، د حکومت لخوا د بلخ د امنیې قوماندان جنرال اکرم سامع د گوښه کولو او د هغه پر ځای د جنرال رقیب مبارز د ټاکلو له اعلان وروسته د بلخ پخواني والي عطا محمد نور چې د جنرال سمیع ملاتړ کوي، په خپل ټویټر د مزار له ولس غوښتي چې کاربندیز دې وکړي.
ځینې سر چینې وایي چې د جمهور رييس غني لخوا د امنیې نوی ټاکل شوی قوماندان جنرال مبارز د پولیسو له ځانګړو ځواکونو سره د بلخ په لوري روان شوی دی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA