ads

صلاح الدين رباني نن له يو شمېر اندونيزيايي چارواکو سره ګوري

ټاکل شوې نن د افغانستان د بهرنيو چارو بې واکه شوی وزير صلاح الدين رباني د اندونيزيا له بېلا بېلو چارواکو سره د افغانستان د سولې پر پروسې خبرې وکړې.

نویسنده: mayar
23 کب 1397
صلاح الدين رباني نن له يو شمېر اندونيزيايي چارواکو سره ګوري

ټاکل شوې نن د افغانستان د بهرنيو چارو بې واکه شوی وزير صلاح الدين رباني د اندونيزيا له بېلا بېلو چارواکو سره د افغانستان د سولې پر پروسې خبرې وکړې.
نوموړی پرون د دغه هېواد پلازمېنې جاکارتا ته لاړ.
د بهرنيو چارو وزارت وياند صبغت احمدي وايي، رباني به په دغه سفر کې د هغه هېواد له جمهور رئیس، د بهرنیو چارو له وزیر او نورو چارواکو سره وویني.
د احمدي په خبره، د دواړو هېوادونو ترمنځ همکاري او د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ به د مستقیمو خبرو په هدف د اندونیزیا کوربه‌توب د دغې لیدنو اصلي موضوع وي.
که څه هم طالبانو تر اوسه له افغان حکومت سره د مخامخ خبرو لپاره تیاری نه‌دی ښودلی، خو ځینو حکومتي منابعو ویلي چې د بین‌الافغاني خبرو کوربه به د اندونیزیا هېواد وي.
تېر کال د اندونیزیا ځینو لوړپوړو چارواکو کابل ته د سفر پر مهال ویلي چې د افغانستان د سولې لپاره هر ډول مرستې ته چمتو دي.
دغه هېواد یو ځل د افغانستان د جنګ او سولې په اړه د دیني عالمانو د ناستې کوربه هم و.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA