ټاکل شوې نن جمهور رييس محمد اشرف غني په اذربايجان کې د باکو په نړيواله مجمع کې ګډون وکړي.
جمهور رييس غني تېره ورځ ناوخته د اذربايجان پلازمېنې باکو ته لاړ او ټاکل شوې د دې هېواد له يو شمېر چارواکو سره هم وګوري.
د جمهور رييس مرستيال وياند شاحسين مرتظوي وايي، دغه راز به د دواړو هېوادونو د مشرانو تر منځ د مخابراتو او رېل پټلۍ په برخو کې يو لړ هوکړې هم لاسليک شي.
دغه راز ټاکل شوې ښاغلی غني په اذربایجان کې د (نظامي ګنجوي) نړیواله جایزه هم تر لاسه کړي.


