د هلمند ولايت د مارجې ولسوالۍ د پوهنې مدير د بهرنيو ځواکونو په هوايي بريد کې وژل شوی.
د دې ولايت يوې امنيتي سرچينې د نوم نه ښودو په شرط کليد ته وویل، چې د هلمند ولايت د مارجې ولسوالۍ د پوهنې مدير په دغه ولسوالۍ کې د بهرنيو ځواکونو په يوه هوايي بريد کې له خپلو دوو نورو ملګرو سره وژل شوی.
له بل لوري د هلمند د والي وياند عمر ځواک هم دغه پېښه تاييدوي او وايي، په دې تړاو د ځايي ادارې پلټنې پيل شوې دي.
د دې تر څنګ د هلمند د پوهنې رياست هم د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره دغه پېښه تاييد کړې او د مارجې د پوهنې د مدير د وژل کېدو له کبله يې خپله خواشيني څرګنده کړې ده.
دا لومړی ځل نه دی چې د بهرنيو ځواکونو په هوايي بريدونو کې ملکي وګړي په نښه کېږي بلکې تر دې وړاندې هم د دې ولايت په سنګين او ګرمسېر ولسواليو کې د بهرنيو ځواکونو په هوايي بريدونو کې ملکي وګړي وژل شوي دي.


