ads

د فراه د فوايدعامې رياست سرپرست ترور شو

د فراه ولايتي چارواکي وايي، د دغه ولايت د فوايدعامې رياست سرپرست د نامعلومو وسله والو له لوري نن سهار ترور شوی دی.

نویسنده: mayar
22 کب 1397
د فراه د فوايدعامې رياست سرپرست ترور شو

د فراه ولايتي چارواکي وايي، د دغه ولايت د فوايدعامې رياست سرپرست د نامعلومو وسله والو له لوري نن سهار ترور شوی دی.
د فراه د پوليسو وياند محب الله محب کليد ته وویل، دغه پېښه نن سهار د فراه ښار په لومړۍ ناحيه کې د ابو نصر فراهي ښوونځي ته څېرمه رامنځته شوې.
محب زياته کړه، تر دې مهاله د دې پېښې سبب نه دی روښانه شوی او عاملان يې هم له سيمې په تېښته بريالي شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې په وروستيو کې د دغه ولايت د ولايتي شورا غړو او يو شمېر اوسېدونکو په دې ولايت کې د دولتي ملکي او پوځي کارکوونکو د ترور د زياتېدو په تړاو اندېښنه څرګنده کړې وه.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA