افغان حکومت دې د سولې هر کلی وکړي او په دې توګه دې په افغانستان کې اوږدو جګړو ته د پای ټکی کېږدي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین پخپلو تازه خبرو کې ویلي، چې په افغانستان کې له کلونو راهیسې جګړه روانه ده او اوس ددې وخت دی چې افغان حکومت د سولې د هر ډول مذاکراتو هرکلی وکړي.
هغه د ډیورنډ فرضي کرښې په اړه هم ویلي، چې حکومتونه دې پر دې اړه پرېکړه وکړي او ددواړو لورو د ولسونو غوښتنو ته دې درناوی وکړي.
د ده په خبره پاکستاني حکومت د قبایلي سیمو خلک تر فشار لاندې راوستي دي، ددوی سیمو ته یې جګړې راوړې دي، ددوی کورونه یې نړولي دي، نو له دې امله یې دوی دومره بوخت کړي چې ددغه کرښې په اړه د خپل حق غوښتنه نه شي کولی.
نوموړي ټینګار کړی چې حکومت دې د ولسونو غوښتنو ته درناوی وکړي او د ولسونو له ځپلو دې لاس په سر شي.


