ads

غني: ملکي تلفات د جګړې تر ټولو ستره بدبختي ده

جمهور رييس محمد اشرف غني وايي، د جګړې تر ټولو ستره بدمرغي ملکي تلفات دي او هر کله چې له داسې کومې پېښې خبرېږي، سخت ځورېږي.

نویسنده: mayar
22 کب 1397
غني: ملکي تلفات د جګړې تر ټولو ستره بدبختي ده

جمهور رييس محمد اشرف غني وايي، د جګړې تر ټولو ستره بدمرغي ملکي تلفات دي او هر کله چې له داسې کومې پېښې خبرېږي، سخت ځورېږي.
نوموړي چې نن يې د حکومت له لوري د عبدالعلي مزاري په جوړه شوې ياد غونډه کې خبرې کولې ټينګار وکړ چې افغان امنيتي ځواکونو ته ملکي تلفات د زغملو نه دي او هڅه کوي له هرې لارې چې کېږي مخه يې ونيسي.
غني زياته کړه، افغان ځواکونو ته يې امر کړی، که هر څومره مهم هدف هم وي خو چې يوه ملکي وګړي ته پکې زيان رسېږي، يا دې ترې تېر شي او يا دې هم انتظار وباسي.
دا په داسې حال کې ده چې په وروستيو څو ورځو کې په بېلا بېلو ولايتونو په ځانګړي ډول، وردګو، لغمان، ننګرهار او غزني کې د افغان او بهرنيو ځواکونو په عملياتو کې د ملکي وګړو تلفات خپلې لوړې کچې ته رسېدلي او عام افغانان يې سخت اندېښمن کړي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA