ads

طالب او امريکايي استازو په دوو مهمو مسايلو لومړنۍ هوکړه وکړه

امريکايي او طالب استازي د خپلو خبرو په پنځم پړاو کې بالاخره لومړنۍ هوکړې ته ورسېدل.
دا هوکړه له افغانستانه د ټولو بهرنيو ځواکونو د وتلو او د نورو پر ضد د افغان خاورې د نه کارول کېدو په تړاو ترلاسه شوې، خو زلمي خليلزاد پر خپل ټوېټر ليکلي، تر هغې چې په ټولو مواردو هوکړه نه وي شوې، وروستۍ موافقه نه لاسليکېږي.

نویسنده: mayar
22 کب 1397

د هغه په خبره، هر کله چې د ځواکونو د وتلو مهالوېش او د ترهګرۍ د مخنیوي پر اغیزناکو اقداماتو موافقه وشوه، بیا به د افغان حکومت په ګډون طالبان او نور افغانان د سیاسي تفاهم او هر اړخیز اوربند په اړه بین-الافغاني مذاکرات کوي.
د هغه په خبره، سوله د څلورو مسایلو په اړه توافق ته اړتیا لري. د ترهګرۍ د مخنیوي په اړه ډاډ، د ځواکونو وتل، بین الافغاني-مذاکرات او هر اړخیز اوربند”.
په همدې حال کې طالبانو ویلي دي چې له امریکايي پلاوي سره په خبرو کې په دوو موضوعګانو کې پرمختګونه شوي دي. دوی ويلي، له افغانستانه د ټولو بهرنیو ځواکونو د وتلو او د چا پر ضد د افغان خاورې د نه کارېدو په برخه کې د پام وړ پرمختګ شوی.
دواړو خواو ویلي، چې په دې اړه د سلا مشورو لپاره وخت ته اړتیا لري. د خليلزاد په خبره، د نورو خبرو او مشورو لپاره واشنګټن ته ځي او ډېر ژر له طالبانو سره بیا خبري پیلوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA