ads

د کابل پوليسو د يوې ماشومې قاتلين ونيول

د کابل پولیس وايي، د دې ښار په ۱۱ ناحيه کې يې د هغې ماشومې دواړه قاتلين نيولي چې هغه يې تښتولې او وروسته وژلې وه.

نویسنده: mayar
22 کب 1397
د کابل پوليسو د يوې ماشومې قاتلين ونيول

د کابل پولیس وايي، د دې ښار په ۱۱ ناحيه کې يې د هغې ماشومې دواړه قاتلين نيولي چې هغه يې تښتولې او وروسته وژلې وه.
د کابل امنيه قومندان سيد محمد روشندل نن يوې خبري غونډې ته په خبرو کې وويل، دې کسانو د مهسا په نوم ماشومه د کابل ښار له سه صدو پانزده سيمې تښتولې وه او وروسته يې د هغې له کورنۍ د ۳۰۰ زرو ډالرو غوښتنه کړې وه.
د روشندل په خبره، د دې دوو کسانو يو يې د وژل شوې ماشومې ګاونډی و او د خپل ملګري په مرسته يې دغه ماشومه د پنجصد فاميليو سيمې ته لېږدولې وه.
د کابل پوليسو مشر وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې يې د وسله والو غلو يوه ډله هم نيولې ده.
نوموړي دغه راز وويل چې پوليسو په تېرو څو ورځو کې د يو شمېر ترهګريزو بريدونو او ماين چاودنو مخنيوی هم کړی دی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA