ads

افغان حکومت د طالب او امريکايي استازو په خبرو کې له وروستي پرمختګ هرکلی وکړ

افغان حکومت د امريکايي او طالب استازو په خبرو کې له وروستي پرمختګ هرکلی کړی دی.

نویسنده: mayar
22 کب 1397
افغان حکومت د طالب او امريکايي استازو په خبرو کې له وروستي پرمختګ هرکلی وکړ

افغان حکومت د امريکايي او طالب استازو په خبرو کې له وروستي پرمختګ هرکلی کړی دی.
د جمهور رييس وياند هارون چخانسوري ويلي، افغان حکومت د افغان سولې په اړه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له هڅو هرکلی کوي.
د ده په خبره حکومت تل د سولې غوښتونکی دی خو هغه سوله د ټولو په ګټه بولي، چې د افغانانو او افغان حکومت عزت خوندي کړي.
هارون چخانسوري ویلي هیله لري، چې خلیلزاد وکړی شي په افغانستان کې روانې جګړې ته د پای ټکی کېږدي او د سولې دروازې پرانیزي.
بلخوا ویل کېږي چې زلمی خلیلزاد به له امریکايي چارواکو سره تر کتنې وروسته کابل ته راشي او دلته به له افغان حکومت سره خبرې وکړي.
خلیلزاد تر دې وړاندې هم له حکومت غوښتي وو، چې د مذاکراتو لپاره یو ملي، ټولمنلی او با صلاحیته پلاوی وګوماري. خو ښايي حکومت تر دې دمه په دې کار کې نه دی بریالی شوی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA