د ملي يووالي حکومت اجرايه رييس عبدالله عبدالله وايي، دا چې طالبانو ژمنه کړې چې نور به له ترهګرو ډلو سره اړيکې نه نيسي او دغه راز به يې په وړاندې جګړه هم کوي، يو ښه خبر دی.
عبدالله عبدالله چې نن يې د حکومت له لوري د عبدالعلي مزاري په جوړه شوې ياد غونډه کې خبرې کولې ټينګار وکړ چې که طالبانو رښتيا هم دا منلې وي چې له نړيوالو ترهګرو ډلو سره اړيکې نه نيسي، يو ښه خبر دی او په دې تړاو بايد تضمين هم ترې واخيستل شي.
دا په داسې حال کې ده چې طالب او امريکايي استازو تېره ورځ له اوږدو خبرو وروسته له افغانستانه د ټولو امريکايي ځواکونو د وتلو او د نورو پر ضد د افغان خاورې د نه کارول کېدو په تړاو لومړنۍ هوکړه وکړه او ټاکل شوې تر دې وروسته پر بين الافغني خبرو او هر اړخيز اوربند خبرې دوام ومومي.


