په روانه كب مياشت كې په هرات كې راوتلو سېلابونو اووه تنه وژلي، پنځه نور يې ټپيان كړي او سلګونه كورونه يې ويجاړ كړي دي.
د هېواد په لوېديځ كې له طبيعي پېښو سره د مبارزې رئيس عبدالحميد مبارز حميدي وايي، د دغو سېلابونو له كبله په هرات ښار او زنده جان، غوريان او ګذرې ولسواليو كې د استوګنې ۲۹۷ كورونه، په شينډنډ ولسوالۍ كې ۲۵۴، په زاول ولسوالۍ كې ۱۳۶، په زيركوه ولسوالۍ كې ۱۳۸ او په پشت كوه ولسوالۍ كې د استوګنې ۴۶۷ كورونه په نسبي يا بشپړ ډول ويجاړ شوي دي.
د هغه په وينا، سېلاب ځپلو ته خوراكي او غيرې خوراكي توكي او همدارنګه نغدې پيسې وركړل شوي او د مرستو دا لړۍ لا هم روانه ده.
د هېواد په لوېديځ كې له طبيعي پېښو سره د مبارزې ادارې د معلوماتو پر بنسټ، د ورښتونو د موسم له پيله په هرات، غور، بادغيس او فراه ولايتونو كې د راوتلو سېلابونو له كبله ۲۱ تنه وژل شوي، ۶۳ نور ټپيان دي او د استوګنې زرګونه كورونه او زياته اندازه كرنيزې ځمكې تخريب شوې دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ