وسله والو طالبانو د سمنګان په دره صوف پايين ولسوالۍ كې پر يوې امنيتي پوستې د بريد په ترڅ كې اوو افغان سرتېرو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د دغه ولايت د ولايتي شورا رئيس راز محمد كليد ته وويل، دا بريد تېره شپه پر ازبك پيره امنيتي پوستې شوى، چې طالبانو له نيولو وروسته سوځولې ده.
د هغه په خبره، په دې بريد كې څلور امنيتي سرتېري وژل شوي، درې تنه ټپيان دي، دوه نور طالبانو نيولي او يو بل لادركه دى.
وسله والو طالبانو بيا ادعا كړې، چې په ياد بريد كې يې پنځه پوليس وژلي، يو تن يې ټپي كړى او دوه نور يې نيولي دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ