۲۰۹ شاهين قول اردو وايي، د بلخ په چمتال ولسوالۍ كې د امنيتي ځواكونو د وليد ۴۰ په نوم عملياتو په ترڅ كې د دوشنبې په مازديګر شپږ وسله وال طالبان وژل شوي او څلور نور ژوبل دي.
د دې قول اردو وياند محمد حنيف رضايي كليد ته وويل، د دغو عملياتو له پيل راهيسې تر دې دمه د طالبانو له شتونه څو كلي پاك شوي او د هغوى ځينې سنګرونه له منځه وړل شوي دي.
د نوموړي په وينا، امنيتي سرتېرو د وليد ۴۰ عملياتو په مهال څلور كړۍ ماينونه هم كشف او خنثى كړي دي.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې تړاو رسنيو ته څه نه دي ويلي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ