ads

په هېواد كې د پاسپورټ انلاين خدمتونه پيل شول

د كورنيو چارو او د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارتونو په همكارۍ نن د پاسپورټ انلاين خدمتونه پيل شول.

نویسنده: mayar
21 کب 1397
په هېواد كې د پاسپورټ انلاين خدمتونه پيل شول

د كورنيو چارو او د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارتونو په همكارۍ نن د پاسپورټ انلاين خدمتونه پيل شول.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزير شهزاد ګل اريوبي په دې اړه جوړې شوې غونډې ته په وينا كې د اصلاحاتو پلي كولو، روڼتيا رامنځته كولو او ښې حكومتولۍ يوازينۍ لار له ټكنالوژۍ ګټه اخيستنه وبلله.
هغه وويل، دا لومړى ګام دى او كوښښ كوي د پاسپورټ ترلاسه كولو انلاين سيسټم ټولو ولايتونو او وروسته بيا ټولو كونسلګريو او سفارتونو ته ولېږدوي. د اريوبي په وينا، دغه سيسټم په تور لېست كې د شاملو او ممنوع الخروج كسانو د سفر مخنيوى كوي.
نوموړي زياته كړه، ياد سيسټم له هر ډول سايبري بريدونو مصئون دى او په كې به د خلكو معلومات خوندي وي.
بلخوا د كورنيو چارو وزارت د پاسپورټ د مركزي ادارې رئيس سيد عمر صبور وويل، وروسته له دې څوك نه شي كولاى له دوو يا درېيو پاسپورټونو ګټه پورته كړي.
ده د بايومټريك انلاين كول د دغه سيسټم په وړاندې يوه لويه ننګونه ياده كړه.
د پاسپورټ رياست د معلوماتو له مخې، له ۱۳۹۱يم لمريز كال راهيسې يې تراوسه خلكو ته درې نيم ميليونه پاسپورټونه وركړي او د دولت خزانې ته يې ۲۳ ميليارده او اووه ميليونه افغانۍ سپارلې دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA