د بلخ په مركز مزار شريف ښار كې يو موټر چلوونكى د يوه ټرافيك پوليس د وهلو په تور نيول شوى دى.
د دې ولايت د امنيه قوماندانۍ وياند عادل شاه عادل كليد ته وويل، نيول شوى موټر چلوونكى مجتبى نومېږي او پرون مازديګر د مزار شريف ښار په سيد اباد څلور لارې كې په ناقانونه توګه د حركت په حال كې و، چې ټرافيك پوليس يې مخنيوى وكړ.
د ده په خبره، وروسته د فلاينكوچ ډوله موټر چلوونكي او ورسره مسافرو دغه ټرافيك پوليس وهلى او بيا د موټر د نمبر پلېټ له مخې نيول شوى دى.
د يادونې وړ ده، چې له ټرافيك پوليس سره د موټر چلوونكي د نښتې ويډيو په ټولنيزو رسنيو كې خپره شوه او بيا امنيتي سرتېري وتوانېدل هغه ونيسي.


