ads

يني شفق: امريکا داعش وسله والو ته جعلي پېژندپاڼې ورکوي

يوې ترکۍ ورځپاڼې ادعا کړې، چې امريکايي ځواکونه هڅه کوي په سوريه کې داعش وسله والو ته جعلي پېژندپاڼې ورکړي او په دې ډله کې د هغوى مشر ابوبکر البغدادي هم شامل دی.

نویسنده: mayar
21 کب 1397
يني شفق: امريکا داعش وسله والو ته جعلي پېژندپاڼې ورکوي

يوې ترکۍ ورځپاڼې ادعا کړې، چې امريکايي ځواکونه هڅه کوي په سوريه کې داعش وسله والو ته جعلي پېژندپاڼې ورکړي او په دې ډله کې د هغوى مشر ابوبکر البغدادي هم شامل دی.
يني شفق ورځپاڼې هغه انځورونه خپاره کړي، چې په كې البغدادي په يوه زغره وال امريکايي موټر کې ښکاري.
د دې راپور له مخې، د امريکا مركزي استخباراتي اداره سي آى اې البغدادي څاري، د هغه ۱۴۰ وسله والو ته يې جعلي پېژندپاڼې ورکړي او نوي نومونه يې ورته ټاکلي دي.
يادې ورځپاڼې ويلي، همدا اوس امريکا د کردستان د كارګرو ګوند پي کې کې په کمپونو کې داعش وسله وال را ټولوي او ورته جعلي پېژندپاڼې ورکوي.
يني شفق زياته كړې، داعش وسله والو ته د جعلي پېژندپاڼو ورکړه د امريکا د پټو عملياتو برخه ده او له دې لارې غواړي وسله وال له يوې سيمې بلې ته ولېږدوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA