ads

محب له افغان حكومت سره د سولې مخامخ خبرو ته د طالبانو پر کېناستو ټينګار وکړ

د ملي امنيت سلاكار حمدالله محب وايي، له وسله والو طالبانو سره د سولې هوكړه به په هېواد او سيمه كې د ترهګرو ډلو د فعاليتونو د پاى ته رسېدو په معنا نه وي.

نویسنده: mayar
21 کب 1397
محب له افغان حكومت سره د سولې مخامخ خبرو ته د طالبانو پر کېناستو ټينګار وکړ

د ملي امنيت سلاكار حمدالله محب وايي، له وسله والو طالبانو سره د سولې هوكړه به په هېواد او سيمه كې د ترهګرو ډلو د فعاليتونو د پاى ته رسېدو په معنا نه وي.
نوموړي د كابل په وخت تېر ماښام د ملګرو ملتونو سازمان د امنيت شورا په غونډه كې له طالبانو وغوښتل، چې بين الافغاني سولې ته په ژمنتيا د افغانستان له حكومت سره مخامخ خبرو كېني.
محب د سولې په بهير كې د افغانانو پر مالكيت ټينګار وكړ او ويې ويل، سوله فوري او ضروري اړتيا ده، خو اساسي قانون، ډيموكراټيك دولت او منتخب حكومت ته بايد درناوى وشي.
بل پلو په افغانستان كې د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي ځانګړي استازي تاداميچي ياماموتو په دې غونډه كې د افغانستان د وضعيت درې مياشتنى راپور وړاندې كړ او د سولې په مذاكراتو كې يې د ملموسو پرمختګونو خبر وركړ.
هغه وويل، له طالبانو سره د سولې په هر ډول هوكړه كې بايد د تېرو كلونو لاسته راوړنې خوندي شي.
ياماموتو زياته كړه، د سولې په خبرو كې بايد د ښځو، ځوانانو، مدني فعالانو او ديني عالمانو په ګډون د ټولنې ټول اقشار برخه ولري.
بايد وويل شي، چې له تېرو شاوخوا دوه اونيو راهيسې د قطر په پايتخت دوحه كې د امريكا او وسله والو طالبانو د استازو ترمنځ پنځم پړاو مذاكرات روان دي، خو طالبان تراوسه له افغان حكومت سره د سولې نېغ په نېغه خبرو ته نه دي چمتو شوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA