لويې څارنوالۍ د ټاكنيزو سرغړونو په اړه د څېړنو په هدف د ټاكنو خپلواك كمېسيون پنځه پخواني او اوسني لوړپوړي کارکوونکي ممنوع الخروج اعلان كړل.
د لويې څارنوالۍ له لوري نن امنيتي ادارو ته په لېږل شوي مكتوب كې د ټاكنو خپلواك كمېسيون د دارلانشاء پخوانى رئيس احمد شاه زمانزى، د عملياتي چارو پخوانى رئيس اول الرحمن رودوال، د عملياتي چارو اوسنى مرستيال عبدالعزيز صميم، د معلوماتي ټكنالوژۍ اوسنى رئيس سيد ابراهيم سادات او د دغه كمېسيون د سيمه ييزو عملياتو اوسنى رئيس زمرى قلميار په موقت ډول ممنوع الخروج شوي دي.
دا په داسې حال كې ده، چې تر دې وړاندې د ټاكنيزو كمېسيونونو ۱۲ كمېشنران په ټاكنو كې د درغليو له كبله د لويې څارنوالۍ لخوا ممنوع الخروج اعلان شوي وو.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


