دوه زره اتلسم کال د سوري ماشومانو لپاره مرګونی و

د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق يونيسف وايي، ۲۰۱۸م ميلادي کال د سوريې د ماشومانو لپاره تر ټولو مرګونی و او په دې کال کې ۱۱۰۰ سوري ماشومان وژل شوي دي.
د يونيسف له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د سوريې ماشومان په ځينو سيمو کې اوس هم همدومره په خطر کې دي لکه اته کاله مخکې چې و.