د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق يونيسف وايي، ۲۰۱۸م ميلادي کال د سوريې د ماشومانو لپاره تر ټولو مرګونی و او په دې کال کې ۱۱۰۰ سوري ماشومان وژل شوي دي.
د يونيسف له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د سوريې ماشومان په ځينو سيمو کې اوس هم همدومره په خطر کې دي لکه اته کاله مخکې چې و.
د يونيسف مشرې هنريتا فوره ويلي، د سوري ماشومانو د مرګ تر ټولو ستر سبب ناچاوده مهمات دي، چې د ۴۳۴ تنو ژوند يې اخيستی دى.
هغې دغه راز په ۲۰۱۸م کال کې پر ۲۶۲ روغتيايي او ښوونيزو مرکزونو بريدونو ته اشاره کړې او همدارنګه يې په ادليب کې د وروستيو اونيو پر نښتونو اندېښنه څرګنده کړې، چې په ترڅ کې يې ۵۹ ماشومان ووژل شول.
د يونيسف مشرې ټينګار کړی، چې د ۲۰۱۹م کال له پيله تر دې مهاله د سوريې په شمال ختيځ کې ۶۰ ماشومانو له باغوز سيمې د الهول کمپ ته د ځان رسولو په هڅه کې خپل ژوند بايللی دی.


