ads

افغان ځواكونو د بهرنيو سرتېرو له وتلو وروسته د هېواد دفاع ته چمتووالى وښود

د ملي دفاع سرپرست وزير اسدالله خالد وايي، له افغانستانه د بهرنيو سرتېرو د وتلو په صورت كې افغان ځواكونه دا امكانات په لاس كې لري، چې د هېواد دفاع وكړي.

نویسنده: mayar
21 کب 1397
افغان ځواكونو د بهرنيو سرتېرو له وتلو وروسته د هېواد دفاع ته چمتووالى وښود

د ملي دفاع سرپرست وزير اسدالله خالد وايي، له افغانستانه د بهرنيو سرتېرو د وتلو په صورت كې افغان ځواكونه دا امكانات په لاس كې لري، چې د هېواد دفاع وكړي.
ده تېر ماښام د مارشال محمد قسيم فهيم د ملي اكاډمۍ د افسرانو د ۱۱مې دورې په فراغت غونډه كې د وينا په مهال له افغانستانه د بهرنيو ځواكونو د وتلو په صورت كې د افغان سرتېرو د له منځه تلو ادعا ناسمه وبلله.
خالد د ملي اردو دنده جهاد ياد كړ او ويې ويل، كه د دولت وسله وال مخالفين د سولې پر ځاى د جګړې دوام غواړي، نو په وړاندې به يې په جدي توګه وجنګېږي.
د هغه په وينا، وسله وال طالبان د خپلو بادارانو په غوښتنه د افغانستان له حكومت سره د سولې مخامخ خبرو ته نه حاضرېږي.
دا په داسې حال كې ده، چې د قطر په پايتخت دوحه كې د طالب او امريكايي استازو ترمنځ د مذاكراتو له دوام سره طالبانو د هېواد په بېلابېلو سيمو كې د افغان ځواكونو پر امنيتي پوستو خپلو بريدونو ته زور وركړى دى.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA