ads

په هرات كې د ولسي جرګې ټاكنو يو کانديد ترور شو

د هرات ولايتي چارواكي د دغه ولايت په مركز كې د وسله وال بريد په ترڅ كې د ولسي جرګې ټاكنو د يوه كانديد د وژل كېدو خبر وركوي.

نویسنده: mayar
20 کب 1397
په هرات كې د ولسي جرګې ټاكنو يو کانديد ترور شو

د هرات ولايتي چارواكي د دغه ولايت په مركز كې د وسله وال بريد په ترڅ كې د ولسي جرګې ټاكنو د يوه كانديد د وژل كېدو خبر وركوي.
د هرات د والي وياند جيلاني فرهاد كليد ته وويل، نامعلومو وسله والو تېره شپه د هرات ښار په منارونو سيمه كې د ولسي جرګې ټاكنو پر كانديد علي جمعه محبي ډزې كړي او هغه يې وژلى دى.
نوموړي زياته كړه، بلخوا تېره شپه د هرات ښار په مربوطاتو كې په يوه هايلكس ډوله موټر كې د ځاى پر ځاى شوي ماين چاودنې د ښځو او ماشومانو په ګډون پنځه ملكي وګړي ټپيان كړي، خو يوه ټپي په روغتون كې ساه وركړې ده.
د يادو پېښو مسووليت تر دا مهاله چا نه دى منلى.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA