ads

په ننګرهار كې د كوټې د چت لوېدو له كبله پنځو تنو ته مرګ ژوبله واوښته

د ننګرهار د مرکز جلال اباد ښار د اوومې ناحيې په غوچکو سيمه کې د زياتو ورښتونو له كبله د يوه كور د كوټې د چت لوېدو په پېښه كې يوه ۲۶ کلنه ښځه او د هغې اته مياشتنى ماشوم وژل شوي او درې نور ماشومان ژوبل دي.

نویسنده: mayar
20 کب 1397

د دغه ولايت د رسنيو له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه كې راغلي، دا پېښه نن سهار شاوخوا شپږ بجې رامنځته شوې ده.
د سرچينې په خبره، ماشوم د پېښې په مهال او مور يې په روغتون كې ساه وركړې او درې نور ماشومان، چې عمرونه يې له اتو كلونو كم دي، ټپيان شوي او روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ دى.
د ننګرهار والي شاه محمود مياخېل پر دې پېښې خواشيني ښودلې او اړوند مسوولينو ته يې سپارښتنه كړې، چې له زيانمنې شوې كورنۍ سره بېړنۍ مرسته وكړي.
له دې وړاندې په روانې كب مياشت كې د ننګرهار د مركز جلال اباد ښار د دوهمې ناحيې په توپ غونډۍ سيمه کې هم پر يوې کورنۍ د کوټې چت لوېدلى و، چې له كبله يې دوه تنه وژل شوي او اته نور ژوبل شوي وو.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA