د چين د ملکي هوايي چلند ادارې د دې هېواد ټولو هوايي شرکتونو ته امر کړی، چې بويينګ ۷۳۷ مکس اته ډوله الوتکو ته د پرواز اجازه ورنه كړي.
دغې ادارې دا امر وروسته له هغې وكړ، چې يوه ايتوپيايۍ بويينګ ۷۳۷ مکس اته ډوله الوتکه پرون سهار په ځاىي وخت اته بجې او ۴۴ دقيقې د دغه هېواد له پايتخت څخه تر الوتنې لږ وروسته وغورځېده او همداسې يوه خونړۍ پېښه تېر ميلادي کال په انډونيزيا كې هم رامنځته شوه.
د چين د ملکي هوايي چلند ادارې په خبرپاڼه كې راغلي، د انډونيزيا پېښه هم د همدې ډول الوتکې د غورځېدو له کبله رامنځته شوې وه، نو ځکه د دې ساخت الوتکو پر کارولو بايد له سره غور وشي.
د تېرې ورځې د الوتکې د غورځېدو په پېښه کې د اتو چينايانو په ګډون ټوله ۱۵۷ تنه سپرلۍ ووژل شوه.
د چين د ملکي هوايي چلند ادارې ويلي، ډېر ژر به په دې تړاو د امريکا د هوايي چلند له فډرالي ادارې او بويينګ شرکت سره اړيکه ونيسي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


