ads

يو شمېر ځوانانو په يوه ځانګړي ډول د جګړې د پای غوښتنه وکړه

په كابل ښار كې نن يو شمېر ځوانان په بې مخينې حركت سره او د زامبيانو يا وينې څښونكو د ځانګړو جامو په اغوستلو سره له ګاونډيو هېوادونو، د ملي يووالي حكومت له رهبرۍ او افغان سياستوالو په هېواد كې د جګړې د پاى ته رسولو غوښتونكي شول.

نویسنده: mayar
20 کب 1397

دوى ځينې ګاونډي هېوادونه په افغان جګړه كې په لاس لرلو تورنوي او له حكومته غواړي، چې د بشري حقونو ناقضين او جنګي جنايتكاران محاكمه كړي.
د دې مدني حركت مسوول او ورځپاڼه ليكونكى داود يعقوبي د هېواد وضعيت حساس بولي او وايي، د امريكا مركچي پلاوى له طالب استازو په خبرو كې بايد د افغانانو پر حقونو معامله ونه كړي.
د پايتخت د ځوانانو دا مدني حركت د (مسلمانان د يو بل وروڼه دي او جګړه بس ده) شعارونو په لېږدولو سره د دهن باغ له جادې پيل شو او په كابل كې د پاكستان، ايران او جرمني د سفارتونو او د ملګرو ملتونو د مرستندويه ادارې يوناما مخې ته په ورتګ او د پرېكړه ليك په خپرولو سره به پاى ته ورسېږي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA