د ملي يووالي حكومت اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله وايي، كه څه هم خلك د قطر په پايتخت دوحه كې د امريكا او وسله والو طالبانو د استازو ترمنځ روانو خبرو ته هيله من دي، خو دا چې جزيات يې روښانه نه دي، اندېښنه لري.
هغه نن د وزيرانو شورا غونډې ته وويل، دا خبرې بين الافغاني مذاكراتو ته زمينه برابروي او د دې مذاكراتو د پيل په صورت كې ټول مسوول دي، چې د اوسني نظام دفاع وكړي.
عبدالله ډاډ وركوي، چې د سولې په پروسه كې به پر اسلامي جمهوري نظام معامله ونه شي.
د راپورونو له مخې، په دوحه كې امريكايي او طالب استازي په روانو پنځم پړاو خبرو كې پر بېلابېلو موضوعاتو هوكړې ته نېږدې شوي دي.
طالبانو بيا ويلي، په دغه پړاو مذاكراتو كې له افغانستانه د بهرنيو سرتېرو پر وتلو او د چا په زيان د افغان خاورې پر نه كارولو خبرې دوام لري.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


