د پښتو کتابونو د چاپ او خپراوي بهير چټک شوی

که څه هم د تېرو کلونو په پرتله په وروستيو کې د پښتو کتابونو د چاپ او خپراوي بهير د پام وړ چټک شوی، خو تېره اوونۍ بيا په دې برخه کې يو بېساری ګام اخيستل شوی او د مورنۍ ژبې د ورځې په وياړ د بېلا بېلو خپرندويو ټولنو او کتاب پلورنځيو له لوري ګڼ کتابونه چاپ او خپاره شول.