که څه هم د تېرو کلونو په پرتله په وروستيو کې د پښتو کتابونو د چاپ او خپراوي بهير د پام وړ چټک شوی، خو تېره اوونۍ بيا په دې برخه کې يو بېساری ګام اخيستل شوی او د مورنۍ ژبې د ورځې په وياړ د بېلا بېلو خپرندويو ټولنو او کتاب پلورنځيو له لوري ګڼ کتابونه چاپ او خپاره شول.
له دې ډلې يوازې د سروش خپرندوی بنسټ له لوري له بېلا بېلو بهرنيو ژبو اته کتابونه پښتو ته له ژباړل کېدو وروسته چاپ او خپاره شول.
د دې خپرندوی بنسټ مشر حکمت سروش کليد ته وويل: ((دا زموږ د مورنۍ ژبې پښتو حق دی چې هر یو ورته د خپل وس برابر کار وکړو، په دې هیله چې د پښتو د لوستونکو خوښ شي.)) نوموړي د پښتو کتابونه لوستونکو د دې کتابونو د چاپ او خپرېدو له کبله مبارکي ورکړه.
تازه چاپ شوي کتابونه په لاندې ډول دي:
۱- میین توري، د پښتو د ښې شاعرې آغلې شفیقه خپلواک د ښکلو شعرونو ټولګه
۲- ملګری یعنې څوک؟ له ماشومانو او زلمکو سره فلسفه، د ماشومانو زلمیانو لپاره دغه په زړه پورې د پښتو پیاوړې لیکوالې او شاعرې اناهیتا روهي له جرمني ژبې ژباړلی.
۳- څارګر دوه ځله مري، د امیر عشیري جالب جاسوسي ناول، د پښتو ځیرګ لیکوال او ژباړن او زما خوږ ملګري جبار فراز ژباړلی،
۴- د بابل خان درېیم چاپ، د جورج اس کلاسن دا په زړه پورې داستان، د دې کتاب ژباړن جبار فراز بیا کتلې او سم کړی.
۵- څروی، د ښاغلي اجمل پسرلي د لنډو کیسو ټولګه،
۶- سترې هیلې، د برتانوي لیکوال چارلز ډیکنز ناول، ښاغلي منتشر شاهي ژباړلی، دا ناول د نړۍ ډېرو ژبو ته ژباړل شوی.
۷- د پلار لیکونه لور ته، د هند د لوی سیاستوال او مورخ د لیکونو دا مجموعه نسیم سلیمي ژباړلې، چې اول وار په کندهار کې علامه رشاد خپرندویه ټولنې چاپ کړې وه.
۸- د غوره روغتیا لپاره عملي سپارښتنې، د دوکتور فیض الله کاکړ دا مهم کتاب، ښاغلي داود سلیم ژباړلی.
تېره اوونۍ نه يوازې سروش خپرندوی بنسټ بلکې د بېلا بېلو خپرندويو بنسټونو له لوري دغه ډول کتاب چاپ او خپاره شول چې شمېر يې لسګونو ته رسېږي.
د ژبپوهانو په باور، يوه ژبه هغه وخت پوخوالي او د ودې بهير ته ور دننه کېږي چې د آثارو په برخه کې ورته کار وشي او په ګڼو برخو کې ليکلي اثار ولري.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


