ads

د ايتوپيايۍ مسافر وړونكې الوتكې د لوېدو په پېښه كې لسګونه کسان وژل شوي

د کينيا پايتخت نايروبي ته پر لاره د ايتيوپيايۍ بوينګ ۷۳۷ ډوله الوتکې د لوېدو په پېښه كې ۱۵۷ كسان وژل شوي دي.

نویسنده: mayar
20 کب 1397
د ايتوپيايۍ مسافر وړونكې الوتكې د لوېدو په پېښه كې لسګونه کسان وژل شوي

د کينيا پايتخت نايروبي ته پر لاره د ايتيوپيايۍ بوينګ ۷۳۷ ډوله الوتکې د لوېدو په پېښه كې ۱۵۷ كسان وژل شوي دي.
په دې الوتكه كې ۱۴۹ مسافر او د عملې اته كسان سپاره وو، چې په ځايي وخت د يكشنبې په سهار اته بجې او ۴۴ دقيقې د ايتوپيا د پايتخت اديسه بابا له هوايي ډګره تر الوتو لږ وروسته ولوېده.
تراوسه د دغې الوتکې د سقوط علت نه ‌دى په ډاګه شوى.
په وژل شوو كې د جرمني، سويډن، اتريش، اسراييل، هسپانيا، مراکش، پولنډ، ناروې او سعودي عربستان په ګډون د ۳۵ هېوادونو وګړي شامل دي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA