ads

د افغانستان او ايرلنډ ترمنځ د كركټ د يو ورځنيو لوبو لړۍ مساوي پاى ته ورسېده

د ايرلنډ د كركټ ملي لوبډلې په پنځمه او وروستۍ يو ورځنۍ لوبه كې د افغانستان د كركټ ملي لوبډلې ته په پنځو وېكټو ماتې وركړه.

نویسنده: mayar
20 کب 1397
د افغانستان او ايرلنډ ترمنځ د كركټ د يو ورځنيو لوبو لړۍ مساوي پاى ته ورسېده

د ايرلنډ د كركټ ملي لوبډلې په پنځمه او وروستۍ يو ورځنۍ لوبه كې د افغانستان د كركټ ملي لوبډلې ته په پنځو وېكټو ماتې وركړه.
دا لوبه، چې پچه يې د ايرلنډ د لوبډلې لوبډلمشر وګټله او د توپ اچونې پرېكړه يې وكړه، پرون د هند د دهرادون ښار په راجيو ګاندي لوبغالي كې ترسره شوه.
افغان لوبډلې په ټاكل شوو ۵۰ اورونو كې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۲۱۶ منډې وكړې او ايرلنډۍ لوبډلې ته يې ۲۱۷ منډې هدف وټاكه، خو د ايرلنډ لوبډلې وركړل شوى هدف په ۴۷ اعشاريه دوه اورونو كې د پنځو لوبغاړو په له لاسه وركولو پوره كړ او لوبه يې د پنځو وېكټو په توپير وګټله.
په دې سره د افغانستان او ايرلنډ د كركټ ملي لوبډلو ترمنځ د پنځو يو ورځنيو لوبو لړۍ ۲-۲ مساوي پاى ته ورسېده.
مخكې د يادو لوبډلو ترمنځ د ترسره شوو څلورو يو ورځنيو لوبو دوه افغانستان او يوه ايرلنډ ګټلې او يوه د باران له كبله بې پايلې پاى ته رسېدلې وه.
افغانستان له ايرلنډ څخه د درېيو ۲۰ اوريزو لوبو لړۍ ۳-۰ ګټلې وه.
په پام كې ده دغه لوبډلې يوه ټېسټ لوبه هم ترسره كړي، چې د راتلونكې جمعې په ورځ به پيل شي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA