د سولې عالي شورا د دارالانشاء رئيس او د سولې د اجماع لپاره په سيمه ييزو چارو كې د جمهور رئيس ځانګړى استازى محمد عمر داودزى هيله څرګندوي، چې د افغان سولې بهير به د نړيوالې ټولنې او سيمې هېوادونو په ځانګړې توګه د تركيې په همكارۍ بريالى شي.
د سولې عالي شورا په يوه خبرپاڼه كې راغلي، نوموړي تېره ورځ له غرمې وروسته په كابل كې د تركيې له سفير اوزان ارطغرل سره وليدل.
د سرچينې په خبره، داودزي په بېلابېلو برخو كې له افغانستان سره د تركيې همكارۍ وستايلې او له افغان سولې د ملاتړ په برخه كې يې د دې هېواد رول مهم وباله.
بلخوا په كابل كې د تركيې سفير د افغانستان د سولې په بهير كې د انقرې د همكاريو پر دوام او زياتولو ټينګار وكړ او ويې ويل، تركيه په افغانستان كې د سولې ټينګښت ضروري بولي او له دغې پروسې ملاتړ كوي.
ارطغرل وايي، هېواد يې د سولې له عالي شورا سره په همغږۍ هڅه كوي له افغان سولې د ملاتړ لپاره سيمه ييزه اجماع رامنځته كړي.
دا په داسې حال كې ده، چې له شاوخوا دوه اونيو راهيسې د قطر په پايتخت دوحه كې د طالبانو او امريكا د استازو ترمنځ د افغان سولې په تړاو خبرې روانې او ورسره هممهاله په هېواد كې سولې ته هيلې ډېرې شوې دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


