ads

په ننګرهار كې د داعش ډلې يو مهم غړی ووژل شو

د ملي امنيت ځانګړو ځواكونو د ننګرهار په مومندرې ولسوالۍ كې د عملياتو په مهال د سبحان الله په نوم د داعش ډلې مهم غړى وژلى دى.

نویسنده: mayar
19 کب 1397
په ننګرهار كې د داعش ډلې يو مهم غړی ووژل شو

د ملي امنيت ځانګړو ځواكونو د ننګرهار په مومندرې ولسوالۍ كې د عملياتو په مهال د سبحان الله په نوم د داعش ډلې مهم غړى وژلى دى.
د دغه ولايت د رسنيو له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه كې راغلي، دا عمليات تېره شپه د يادې ولسوالۍ په هزارناو سيمه کې ترسره شوي دي.
سرچينې سبحان الله د داعش ډلې مهم غړى بللى او ويلي يې دي، هغه څو ورځې وړاندې د ننګرهار هوايي ډګر ته څېرمه پر يوه خصوصي شرکت د بريد پلان هم جوړ کړى و.
سرچينې زياته كړې، د ملي امنيت ځانګړو ځواكونو د عملياتو په ترڅ كې يو شمېر شكمن كسان نيولي او په سيمه كې يې دوه ميله كلاشينكوفونه، دوه صوبه پرتلې، اووه عدده لاسي بمونه او يوه اندازه چاودېدونكي توكي له منځه وړي دي.
داعش ډلې تراوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA