د افغانستان د ساحلي فوټبال ملي لوبډلې د اسيا د اتلولۍ او د ۲۰۱۹م ميلادي كال د نړيوال جام لوبو ته د لار موندنې په سياليو كې د شنبې په ورځ خپله دوهمه لوبه د فلسطين د ساحلي فوټبال ملي لوبډلې ته وبايلله.
فلسطين په دې لوبه كې افغانستان ته د دوو په وړاندې په درېيو ګولونو ماتې وركړه.
افغان لوبډلې د پنجشنبې په ورځ په خپله لومړۍ لوبه كې د ماليزيا لوبډلې ته د دوو په وړاندې په درېيو ګولونو ماتې وركړې وه.
د افغانستان د ساحلي فوټبال ملي لوبډله به خپله درېيمه لوبه سبا شپه د تايلنډ د ساحلي فوټبال له ملي لوبډلې سره ترسره كړي.
د اسيا د اتلولۍ او د پاراګواى په كوربه توب د ۲۰۱۹م كال د نړيوال جام لوبو ته د لار موندنې د ساحلي فوټبال سيالۍ په تايلنډ كې روانې دي او افغانستان له ماليزيا، فلسطين او تايلنډ سره په A ګروپ كې شامل دى.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ