چين نن سهار د سيچوانګ ولايت له شيچانګ مرکزه يوې نوې سپوږمکۍ فضا ته وتوغوله.
دغه سپوږمکۍ، چې (چاينا سټ) نومېږي، نن سهار ۱۲ بجې او ۳۰ دقيقې د يوه بي درې توغندي له لارې فضا ته وتوغول شوه.
دا سپوږمکۍ، چې راډيويي او ټلويزيوني خدمتونه په لوړ کيفيت وړاندې کوي، د جيوسټاټيك مدار ته ولېږل شوه او کولای شي چين، اسټراليا، نيوزيلنډ او يو شمېر نور هېوادونه تر خپل پوښښ لاندې راولي.
ياده سپوږمکۍ د چين د فضايي اکاډمۍ له لوري جوړه شوې او د دغه هېواد د سپوږمکيو د همکاريو سازمان يې اداره كوي.
چين فضا ته د سپوږمکيو په لېږلو كې مخکښ هېواد بلل کېږي او تر دې دمه يې دا ډول ۳۳ سپوږمکۍ فضا ته استولې دي.


