يوه ايتوپيايي مسافر وړونکې الوتکه په کېنيا کې د پرواز په مهال غورځېدلې.
دغه الوتکې ۱۴۹ مسافر او ۸ تنه عمله لرله.
د دې شرکت يوه مسوول ويلي، الوتکه په سيمه ييز وخت سهار ۸ بجې او ۴۴ دقيقې لوېدلې ده.
دا خبرونه له هغه وروسته خپاره شول چې لومړي وزير ابي احمد په خپل ټوېټر د پېښې په تړاو خواشيني څرګنده کړه.


